امنیت

په لوګر کې خلک د طالبانو پرخلاف پاڅون ته چمتو کيږي.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
د لوګر ولايت دبره کي برک ولسوالۍ په بيلابيلو کليو کې څه د پاسه زرو کورنيو دسولې او آرامۍ له دښمنانو سره دمقابلې لپاره وګرنۍ پاڅون  ته تيارى څرګند کړى دى .
د لوګر له ولايت څخه دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې  :
دغه تيارى په  هغې غونډه کې چې ددغې ولسوالۍ دلسګونو تنو مدافعانو  په ګډون دچهلتن په سيمه کې جوړه شوې  وه اعلام  شو.
د لوګر  ولايت مرستيال محمد هاشم فيضي دخلکو ددغو پاکو ولولو د ستايني په ترڅ کې چې دسولې او دخلکو د  آرامۍ د دښمنانو دظلمونو په وړاندې  د  دوي دکرکې او نفرت ښکارندوى دى  .
د دغه  ولايت له اوسيدونکو څخه   وغوښتل  چې  د  چهلتن دخلکو   د  پښومنډ تعقيب کړى  .
د لوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم ستانکزى ،   د بره کى برک ولسوال محمد امين رحيم ، دملي اردو  دڅلورمې لوا قوماندان او دملي امنيت  رييس   دخپلو خبرو په ترڅ ژمنه وکړه چې له پاڅون کوونکو سره   هر راز مرستې او همکارۍ  ته چمتو دى .
په مقابل کې پاڅون کوونکو تيارى څرګند کړ چې د ژوند ترپاى  پورې دخلکو او هيواد د دفاع  په لاره کې له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډ ډه نه کوى  .
يوبل پاڅون کوونکي   وويل موږله  جګړو څخه ستري شوي يو او نور نه غواړو چې زموږ دخلکو ترمنځ جګړې  او   ورور وژنې دوام وکړي ځکه سوله هيواد  دپرمختګ په لور او جګړه  دبد مرغۍ  په لور  بيايي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته