سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په جنوبي ولایتونو کې د ورستۍ پېښې ټپيان، له ډېرو مرستو ته اړتیا لري

کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر

د هېواد په جنوبي ولايتونو کې د وروستۍ زلزلې ټپيانو درملنه په هغه اندازه چې د اوسنيو اړتياوو ځواب ویونکي وي، نه ده.

ټپيان او سيمه ييز مسوولين د دې ستونزې د څېړنې لپاره د زياتو تدابيرو غوښتنه کوي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د هېواد په جنوبي ولايتونو کې وروستۍ زلزلې زيات انساني تلفات را منځته کړي چې د قربانيانو شمېر تر اوسه پورې ١٢٠٠ تنو ته رسېدلى دى او د ټپيانو شمېر څه نا څه ٢٠٠٠ تنه ښودل شوي او د ژغورنې عمليات تر اوسه پاى ته نه دي رسېدلي، د قربانيانو او ټپيانو د شمېر زياتوالی اټکل کېږي.

نن د خبرو وړ مسئله د دې پېښې د ټپيانو درملنه ده، د ټپيانو مسئله نن په يوې حادې معضلې بدله شوې او دغه معضله  له بېلابېلو اړخونو د بحث وړ ده.

که چېرې د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ  ته پام وکړو په دې ولسوالۍ کې د ټپيانو د درملنې امکانات ډېر کم دي، دغه ولسوالۍ د پنځو بسترو په ظرفيت سره  يوازې يو روغتيايي مرکز لري  چې زلزلې  د دغه روغتيايي مرکز ودانۍ ته هم زيان اړولى، خو تړل شوې نه ده اوپه دوو ډاکترانو سره د ټپيانو درملنه کوي.

په داسې حال کې چې په دغې ولسوالۍ کې د زلزلې د ټپيانو شمېر تر شپږ سوه رسېږي،  د وروستي پېښې يو شمېر ټپيان د خوست هوايي ډګر ته لېږدول شوي چې هلته یو موقت روغتیايي کمپ جوړ شوی دی.

داسې ټپيان هم شته چې غزني او د خوست ښار ته ليږدول شوي، د دغو ښارونو په دولتي روغتونونو کې هم ستونزې شته، چې د درملو او د طبي تجهيزاتو د کمښت تر څنګ په مصيبت ځپلو سيمو کې د يو شمېر روغتونونو  جنراتورونه هم تيل نه لري.

ډېره جدي ستونزه په دغو روغتونونو کې د ښځينه روغتيايي  کار کوونکو نشتوالى دى په داسې حال کې چې خلک د ښځينه ټپيانو د درملنې په نسبت سنتي نظر لري او د ښځينه ټپيانو د درملنې لپاره د ښځينه روغتيايي کار کوونکو شتون يوه اړتيا ده.

هغه څه چې وويل شول، د ستونزو يوه  کمه برخه ده چې د وروستۍ زلزلې ټپيان ورسره مخ دي او دا ښيي چې د ټپيانو درملنه ښو او زياتو پروګرامونو ته اړتيا لري،  د شک ځاى نه دى چې د عامې روغتيا وزارت او د نورو روغتيايي بنسټونو مسوولين د ټپيانو د درملنې لپاره زياتې هڅې کړي؛ خو د بحران ژورتيا ته په پاملرنې سره  د ټپيانو درملنه  د ډول ډول پروګرامونو جوړولو ته اړتيا لري، د کابل روغتونونه چې نسبتا ښه امکانات لري بايد بېړنی حالت یې اعلام کړى واى او ځانګړې بسترې يې جوړې کړې واى.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني چې خوست ته د ټپيانو کتنې لپاره تللی و د هغه د ورستیو څرګندونو څخه ښکاري چې د طبیعي پېښو ټپيانو د درملنې لپاره به ښه زمینه برابره شي، هغه ویلي: ” د اسلامي امارت مشر لارښوونه کړې، چې د دې پېښې ټپيانو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول ګړندى کړي دي.”

مهمه دا ده چې موږ بايد په خپلو کورنيو امکاناتو سره له دغه بحران سره مقابله وکړو، سمه ده چې زياتو هېوادونو د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې، خو دا مرستې دوامداره نه دي، خو د پېښې په سيمو کې  زموږ د ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو شتون دايمي دى بايد له دغه شان پېښو سره د مقابلې لپاره هغوى ته لاره وښودل شي او ملاتړ يې وشي.    \ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته