سیاستخبرونهTOPټولنهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په جنوبي ولایتونو کې زلزله ځپلي جدي مرستو ته اړتیا لري

کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر

د هېواد په سوېلي ولايتونو کې زلزلې د پراخو مالي زيانونو تر څنګ ستر بشري زيانونه هم اړولي، د زلزله ځپلو خلکو لومړنۍ اړتياوې جدي دي، چې بايد ژر تر  ژره ورسره مرستې وشي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: تېره شپه يوې سختې زلزلې د هېواد سویلي سيمې ولړځولې، دغې طبيعي پيښې زياتره په پکتيکا او خوست ولايتونو کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

لومړنۍ شميرنې ښيي، چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۲۸۰ تنو پورې وژل شوي او څه د پاسه ٥٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي او د استوګنې په سلګونو کورونه ويجاړ او زيات څاروي هم له منځه تللي دي او په سلګونو هکتاره کروندې  هم له منځه تللي دي.

د پکتیکا او خوست ولایتونو ځايي چارواکو ویلي چې کيداى شي د تلفاتو او زيانونو کچه نوره هم لوړه شي.

د دغو دوو ولايتونو مسوولين وايي، چې تر اوسه پورې د قربانيانو مړي تر کنډوالو لاندې دي، په زلزله ځپلو سيمو کې حالاتو ته په کتو سره پوهيږو، چې د سيمې خلک له سخت ناتار سره مخ دي .

واقعيت دا دى چې د دې ناتار درد ټوليز دى هغه څه چې په خوست او پکتيکا کې رامنځته شوي دي يوازې د دغو ولايتونو درد نه دى؛ بلکې د افغانستان د ټولو خلکو درد دى او بايد د دغې ناوړ ېېښې له مصيبت ځپلو سره د مرستې لپاره په ملي پيوستون سره لاس  په کار شو او مرستې ته ور ودانګو.

له کنډوالو څخه د مړو را ايستل او په پتمن ډول د هغو ښخول او مصيبت ځپلو ته د سملاسي مرستو، خوړو او جامو رسول يو لومړيتوب دى چې بايد ترسره شي.

دې ته اړتيا ده چې د اړتيا وړ ساختماني وسايل سيمې ته ولېږدول شي او خصوصي بنسټونو او شرکتونه بايد په دې کار کې مخکښ شي، د خوړو او جامو په رسولو کې  هم بايد د بهرنيو خيريه موسسو په تمه ونه اوسو، د هېواد هر وګړى کولاى شي په دې برخه کې يو کار وکړي، د ډيرو لږو خوراکي توکو ليږل او يا د يوې جوړې جامو لېږل کولاى شي زلزله ځپلو ته د مرستې پيل وي، څومره به ښه وي چې په سترو ښارونو کې د مرستو د راټولولو کوچني او ستر مرکزونه جوړ شي او دغه مرستې ډير ژر سيمې ته ورسول شي، وروستى ګام  په زلزله ځپلو سيمو کې د مرکزونو جوړول دي، چې روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

اړتیا ده چې د کورونو په بيا جوړولو او د مصيبت ځپلو د نورو  اړتياوو د څيړنې لپاره پروګرامونه جوړ شي چې لږ تر لږه د مصيبت ځپلو هېوادوالو ستونزې کمې شي، واقعيت دا دى  چې د زلزله ځپلو د ستونزو څيړنه يوازې د دولتي بنسټونو او يا هم د بهرنيو خيریه موسسو دنده نه ده، دا يوه مهمه ملي ستونزه ده چې بايد په ملي کچه له زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته وشي او ټول ځانونه د مرستو په رسولو کې مسوول وبولو او په دې ډول خپل اسلامي او ملي پور ادا کړو.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته