کابل / د وري ۷ مه / باختر
په جوزجان کې پر ۶۰۰۰ اړمنو کورنيو د قزاقستان او ترکمنستان د مرستو د وېش بهیر نن پيل شو.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وايي چې په مرستو کې اوړه، بسکویت، مۍ، چاکلېټ او ګاز شامل دي چې پر مستحقو کورنيو به ووېشل شي.
د یو بل خبر له مخې، د خوړو نړیوال سازمان د شیلټرفارلایف دفتر په همکارۍ د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې پر ۱۳۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل. د شیلټر فار لایف دفتر وايي چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ د ۸۲۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي وویشل شول.
ع