خبرونهامنیت

په جوزجان کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه کشف شوې ده

کابل، د غوایی ۵ مه، باختر

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ مسؤلین وایي چې د یاد ولایت په مرکز شبرغان کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه کشف شوې ده.

د شبرغان ښار د دویمې امنیتې حوزې آمر مولوي سردار محمد مبارز د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د دغه ښار په خیرخانې سیمه کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه کشف او په تړاو یې درې تنه هم نیول شوي دي.

هېره دې نه وي چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی چې له څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته