ټولنه

په جوزجان کې د رسنیو فعالیتونه بند شوى دى

شبرغان /دزمري۱۷/ باختر
د جوزجان ولایت پر ولسوالیو او په شبرغان ښار د طالبانو د سختو بریدونو پردوام په دغه ولایت کې د رسنیو فعالیتونه بند شوى دى .
د باختر آژانس د سیمه ییز خبر یال د خبر له مخې، د دغه ولایت په کچه د دولتي او خصوصي رسنیو په ګډون ١٣ راډیو ګانې،٤ تلویزیونونه او ٧ چاپي رسنۍ شته، چې له پرونه را په دې خوا خپرونې نه لري .
حاکمو طالبانو نن په شبرغان کې د رسنیو له ټولو کارکوونکو غوښتي دي چې د هغوی په ګټه خپلو خپرونو ته دوام ورکړي .
خو هیڅوک هم له وېرې نه دي حاضر شوي .
شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته