ورزش

په جوزجان کې د غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې

کابل /د وږي ٦مه / باختر
د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې.
د جوزجان د ګورش فدراسيون مسوول محمد طاهر باختراژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د سولې او د يو اوبل د منلو په نامه د ځوانانو او مشرانو ترمنځ د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې ترسره شوې.
هغه زياته کړه: يادې سيالۍ د جوزجان د اقچې ، فيض اباد ، مرديانو،خانقا او د منګجيګ ولسواليو ٨٠ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.
محمد طاهر وايي چې د دغه شان سياليو ترسره کول د پيوستون او د يو او بل د منلو ترڅنګ په ملي ټيم کې د ورزشکارانو د جذبولو زمينه هم برابروي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته