اقتصاد

په جوزجان کې د قره قل پسونو د روزنې زمینه برابره شوه

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
د جوزجان د کرنې ادارې په دغه ولایت د قره قل پسونو د روزنې فارم پرانيست.
د جوزجان د کرنې رییس محمد عالم عالمي باختر آژانس ته وویل چې په دغه فارم کې ١٩ ميلیونه افغانۍ په لګېدلې دي او د ۶۰۰ قره قل پسونو ظرفیت لري.
عالمي زیاته کړه چې د دغه فارم په پرانيستلو سره د دغه ولایت مالدارانو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د جوزجان د کرنې مسوولينو ویلي دي چې په تېرو وختوکې د قره قل زیات شمېر پسونه د مناسب ځای د نشتوالي په دلیل له منځه تلل، خو اوس دغه ستونزه لرې شوې ده ختم/ع
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته