کابل باختر دلړم لومړى :
داور وژنې پوليسو پرون دپلخمري ښار په بازار کې دلګيدلې اور دپراختيا مخه ونيوله .
دپلخمري ښار دلومړى امنيتي حوزې آمر سمونيار ذبيح الله دباختراژانس خبريال ته وويل چې اور په پلخمري بازار کې په يونانوايي کې ولګيد خو د اور وژنې پوليسو نورو دوکانونو ته دهغه دپراختيا مخه ونيوله .
ده زياته کړه چې په دې اورلګيدنه کې دغه نانوايي په بشپړه توګه وسوځيده او خاوند ته يې تاوان واوښت .
ده ددغې نانوايي دمتصديانو دبې احتياطي ، ددغې اور لګيدنې علت وباله .
ختم(_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ