کابل، د غبرګولي۱۸مه، باختر
د چاپيریال ساتنې نړیواله ورځ پرون په جوزجان ولایت کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې، دغه پروګرام «یواځې یوه ځمکه لرو» ترشعار لاندې د پوهنې ریاست او د چاپيریال ساتنې ریاست په همکارۍ جوړشوی و، د جوزجان د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو آمر احمد شاه مولوي زاده د اسلام مبارک دین له نظره د چاپيریال ساتنې په اړه خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه، اوس چې ټکنالوژۍ په نړۍ کې ډېر پرمختک کړی، د بېلابېلو سون توکو له امله چاپيریال ته ډېر ګواښ متوجه شوی، چې په همدې مقصد د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ هرکال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.
د پروګرام په پای کې د جوزجان ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس هغه جریده چې زده کوونکو د چاپيریال ساتنې په اړه چمتو کړې وه پرانیستله.
ج