خبرونهروغتیا

 په جوزجان کې د کويد ١٩ روغتون بيا په فعاليت پيل وکړ

 کابل، د چنګاښ٣٠مه، باختر

د جوزجان د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د دغه ولايت د کويډ١٩ روغتون چې د لازمو امکاناتو او تجهيزاتو د نشتوالي له امله له فعاليت څخه پاتې و پرون يي بيا فعاليت پيل کړ.

د جوزجان د عامي روغتيا رئيس عبدالغني صميم باختر آژانس ته وويل چې دغه روغتون  د ۱۰ بسترونو په درلودو سره د کرونا ناروغانو د درملنې ظرفیت لري.

د هغه د څرګندونو له مخې اوس دغه روغتون ته تر يوې اندازې پورې لازم وسايل او تجهيزات برابر شوي دي.

هغه د جوزجان له خلکو وغوښتل، چې روغتيايي لارښوونې رعايت او کرونا جدي ونيسي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته