ټولنه

په جوزجان کې سلګونو اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل/ د مرغومي ٥ مه / باختر:
د افغاني سرې مياشتې ټولنې پرون د جوزجان په منجک ولسوالۍ کې پر ۳۵۰ اړو کورنیو خوراکي توکي وویشل.
د جوزجان د سرې مياشتې رياست مسوولينو د باختراژانس خبريال ته وويل؛ دغه مرسته پر٣٥٠ اړو کورنيو چې پخوا د دغه رياست د څيړنې د ټيم له خوا سروې شوې وې، وويشل شوه.
د جوزجان د سرې مياشتې رييس قاري صدرالدين وويل، پر دغو کورنيو اوړه، وريجې، غوړي، لوبيا، بوره، مالګه او وچ چاى ووېشل شول.
د هغه د څرګندونو له مخې، د دغه رياست له لوري د هېواد په نورو سيمو کې هم پر اړو او زيانمنو شويوکورنيو د خوراکي توکو د وېش لړۍ دوام لري.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته