خبرونهټولنه

په جوزجان کې سلګونو کورنیو ته غواګانې ورکړل شوې

 کابل، د چنګاښ ۲۹ مه، باختر

“UNHCR” موسسې د جوزجان په مردیانو، منګجیک او درزاب ولسوالیو کې پر درې سوه اړمنو کورنیو شېدې ورکونکې  غواګانې، د مالدارۍ وسایل او د څارویو لپاره خواړه وویشل.

د جوزجان ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس عبدالقيوم نظري څرګنده کړه چې له دغه پروګرام څخه چې د UNHCR په همکارۍ پيل شوى دى؛ موخه یې د بې وزلو کورنيو پر ځان بسیا کول دي.

هغه زياته کړه، چې هرې اړمنې کورنۍ ته يوه شېدې ورکوونکې غوا، له ٤٠٠ کيلو ګرامو څخه زيات د څارويو خوراکي توکي، ٨٤٠ کيلو ګرامه واښه  او څلور قلمه د مالدارۍ وسایل ورکړل شول.

یو شمېر اړمنې کورنۍ چې له دې مرستو برخمنې شوې وايي، چې په اوسني حالت پر ځان بسیاېینې لپاره ورته مرستو ته ډېره اړتیا لېدل کېږي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته