کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر
د UNHCR مرستندوی دفتر په جوزجان کې پر ۱۰۰ اړمنو کورنیو د شېدې ورکونکې وزې، د څارویو خواړه او د مالدارۍ وسایل ووېشل.
د جوزجان د اقتصاد رئيس مولوي محمد ظريف فایز وويل، چې د دغو مرستو د وېشلو موخه د کورني اقتصاد لوړول دي او زياته يې کړه، چې دغه مرستې په منګجک ولسوالۍ کې د (یو.ان. اچ . سي . آر)د دفتر له خوا ورکړل شوي، چې هرې کورنۍ ته دوه شېدې ورکوونکي وزې ٤٠٠ کيلو ګرامه د څارويو واښه، سطلونه، بوشکې، آخورونه او قیچي ورکړل شوي.
د يو بل خبر له مخې؛ د اکتید مرستندویې موسسې په جوزجان کې ۱۸۰ بزګرانو ته د اوړو او د غنمو فلزي کندوانو مرسته کړې.
په جوزجان کې د اکتید د ولايتي دفتر رئیس، امان الله امين وويل، دغه فلزي کندوان چې د ۵۰۰ کیلو ګرامه غنمو د زېرمې ظرفیت لري بزګران کولای شي، چې له هغې څخه د اوړو او غنمو په زېرمه کولو کې استفاده وکړي.
امين زياته کړه، چې د دغې طريقې په کارولو سره د غنمو او اوړو غذايي ارزښت خوندي کېږي او د اوړو او غنمو د خرابېدو مخه نيول کېږي.
د یوه بل خبر له مخې؛ په کاپيسا کې لسګونو اړمنو کورنيو خوراکي توکي تر لاسه کړل.
د کاپيسا ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې رئيس مولوي صابر احمد د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د دغه ولایت له طبيعي پيښو سره د مبارزې ریاست پرون پر ٨٠ اړمنو کورنيو غنم او وريجې ووېشل.
د يادونې وړ ده، چې د کاپيسا ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست له دې مخکې هم په دغه ولايت کې پر اړمنو کسانو لسګونه زره بورۍ اوړه او وريجې وېشلې وې.
ع