ټولنه

په جوزجان کې په لسګونو دولتي کارکوونکو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل/ د مرغومي ١٩ مه / باختر:
د کفايت ګروپ مسوولينو د کار او ټولنيزو چارو، پوهنتون، د قومونو او قبايلو،عامې روغتيا او د راډيو ټلويزيون آمريت له کارکوونکوسره د اوړو او وريجو مرسته وکړه.
په جوزجان کې د کفايت ګروپ مسوول عبدالرحمن بيات د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه مرسته د دولتي کارکوونکو وضعيت ته د پاملرنې او په بازار کې د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي له امله شوې ده او په راتلوونکي کې به هم دغه لړۍ دوام ومومي.
په پوهنتون کې د رياستونو مسوولان، کار او ټولنيزو چارو، قومونو او قبايلو، عامې روغتيا او د جوزجان د ملي راډيو تلويزيون آمريت مسوولين چې له دغو مرستو برخمن شوي، وايي دغه مرستې په اوسني وخت کي زموږ د خوښۍ سبب شوى دى او بايد زياتې شي.
دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې کفايت ګروپ پخواهم په جوزجان کې له ٦ زره ښوونکو سره د خوراکي توکو مرسته کړې وه.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته