خبرونهامنیت

په جوزجان کې څلور تنه د جوار ګرۍ په تور ونيول شول

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر

د جوزجان امنيتي ځواکونو د دغه ولايت په فيض آباد ولسوالۍ کې څلور تنه د جوار ګرۍ په تور نیولي دي.

د جوزجان د فيض آباد ولسوالۍ امنيه قوماندان داملا کفايت الله صداقت باختر آژانس  ته وويل چې امنيتي ځواکونو دغه څلور کسان د فيض آباد ولسوالۍ د نصرت آباد په کلي کې د جوار ګرۍ پر مهال نیولي دي.

د هغه د څرګندونو له مخې له دغو کسانو څخه د جوار ګرۍ وسايل او نغدې پيسې هم ترلاسه شوې دي.

\  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته