کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
د خوړو نړیوال سازمان په جوزجان کې پر ۲۷۰ ښځينه کروندګرو نغدې پیسې ووېشلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه مېرمنې د کورنيو باغچو په برخه کې فعاليت کوي، دغه مېرمنې د منګجک او د مرديانو په ولسواليو او د جوزجان په مرکز کې د پيسو په مقابل کې د کار په پروګرام کې استخدام شوې دي.
د جوزجان د کرنې رياست يوه مسوول عبدالستار جلال باختر آژانس ته وويل چې د خوړو نړيوال سازمان په هرې مېرمنې د (ماهو) مرستندويې موسسې په همکارۍ ٧٧٠٠ افغانۍ نغدې پيسې ووېشلې .
\ ج