خبرونهښوونه او روزنه

په جوزجان کې یوه مدرسه پرانیستل شوه

 کابل، د غبرګولي ۹ مه، باختر

د جوزجان د مرديانو ولسوالۍ د شورقلعه په کلي کې  د امام ابويوسف (رح)  مدرسه پرون  ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ د جوزجان د پوهنې رييس د مدرسې په پرانیست غونډه کې وویل چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ديني مدرسو جوړول د علم او پوهې د زده کړو لپاره يو مهم ګام دى او خلک بايد د زياتو ديني مدرسو د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

هغه زياته کړه چې د دې مدرسې ليليه په يو وخت کې د ٥٠ طالبانو ظرفيت لري.

په همدې حال کې د جوزجان خلکو په دغه ولايت کې د دينې مدرسو د جوړولو هرکلی وکړ او ويې ويل چې  د ديني مدرسو جوړول د اسلام مقدس دين د ارزښتونو د ساتنې  او د ټولنې په اصلاح کې مهم رول لري.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته