۱۰۰ ورځې

په ختيځ زون کې يو زيات شمېر انتخاباتي مرکزونه د نا امنۍ تر ګواښ لاندې دي

کابل باختر دسلواغې څليرويشتمه :
په ختيځ زون کې دوه سوه اووه ويشت انتخاباتي مرکزونه ترامنيتي ګواښ لاندې دي.
د ختيځ زون څلورو ولايتونو دانتخاباتودسيمه ئيزو دفترونو امنيتي مسوولين وايي چې په دغو ولايتونوکې نږدې دوه سوه اووه ويشت انتخاباتي مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي .
د ننګرهار ولايت د انتخاباتو د دفتر رييس ډاکتر اختر محمد اجمل باخترآژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې يو سلو څوارلس انتخاباتي مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي .
ده زياته کړه چې دوى د راى ورکولو د مرکزونو لست پخوا امنيتي اداروته وړاندې کړي و چې امنيتي ادارو يوسلو څوارلس مرکزونه تر امنيتي ګواښ لاندې بللي دي.
ډاکتراختر محمد دمشخصوسيمويادونه ونه کړه خو زياته يې کړه: يو شمېر هغه  ولسوالۍ چې له مرکز څخه لرې دي؛ انتخاباتي  مرکزونه يې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخامخ دي .
له بلې خوا هم د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقي وال باخترآژانس ته وويل چې په دې وروستيو وختوکې يې چاڼيز عمليات پيل کړي دي چې د راى ورکولو هغه مرکزونه چې تر لوړ ګواښ لاندې دي؛ خوندي کړي او په دغو ځايونوکې پوستې هم جوړې کړي .
ده زياته کړه: همدا اوس دچپرهار ولسوالۍ په مربوطاتوکې بوخت يو اوپه هغې کې د راى ورکولو لسومرکزونو ته امنيت تامين شوى دى .
دنورستان ولايت دانتخاباتو دکميسيون مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې هم يو شمېر انتخاباتي مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي .
د نورستان ولايت دانتخاباتو دسيمه ئيز دفتر رييس عزت الله حليم وويل چې ددغه ولايت د ولسواليو په ځينو نا امنو سيموکې به د ناامنيوله امله انتخاباتي مرکزونه وتړل شي .
ده زياته کړه چې دکامديش، برګ مټال اود وانټ وايګل په ولسواليوکې نږدې اتلس انتخاباتي مرکزونه دنا امنيوله امله ترګواښ لاندې دي .
حليم وويل چې دامنيتي اداروله خوا ورته ويل شوي دي چې په دغه مرکزونه کې په دې خاطر انتخابات نه شي ترسره کيداى چې وسله وال مخالفين پکې واکمن دي.
دده دڅرګندونو له مخې: امنيتي مسوولينو ويلي دي چې دوى نه شي کولاى په اوسنيو امکاناتو سره ددغو اتلسو مرکزونو امنيت تامين کړي .
دنورستان د انتخاباتي دفتر مسوول وويل چې دبرګمتال  په ولسوالۍ کې يواځې  يومرکز تر ګواښ لاندې دى او اوولس نور مرکزونه د وانټ وايګل او دکامديش په پوليسو پورې اړه لري .
دغه راز د لغمان ولايت دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دسيمه ئيز دفتر مسوول نعمت الله صافي وويل چې دوى د انتخاباتو دمرکز لستونه امنيې قوماندانۍ او نورو امنيتي ادارو ته سپارلي دي او هغوى ژمنه کړې ده هلې ځلې به وکړي چې د انتخاباتو دمرکزونو امنيت تامين کړي .
له بلې خوا د لغمان ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمد داوود امين وويل چې د لغمان ولايت په ټولو سيموکې د راى ورکولو يوسلو شپږ ديرش مرکزونه و چې څلور اويا مرکزونه  يې تر ټيټ  امنيتي ګواښ لاندې، څلور ويشت مرکزونه يې تر منځنى  ګواښ لاندې او دولس مرکزونه يې تر سخت امنيتي ګواښ  لاندې و او شپږ ويشت نور مرکزونه په هغو ساحو کې دي چې د وسله والو مخالفينو مرکزونه هم پکې دي.
  ده زياته کړه: امنيتي مسوولين دڅلور نوي انتخاباتي مرکزونو د امنيت ډاډ ورکوي او ددغو مرکزونو امنيت به په ښه توګه وساتي .
داوود زياته کړه چې په دې وروستيو وختو کې يې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړي دي او هغه بېلابېلې سيمې چې شپږ انتخاباتي مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې و؛ د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي او اوس خلک کولاى شي چې په دغو شپږومرکزونوکې په آسانى سره راى ورکړي .
دکونړ ولايت د انتخاباتودخپلواک کميسيون رييس عبدالرحمن محبت وويل چې په دغه ولايت کې د راى ورکولو يوسلو نولس مرکزونه  په پام کې نيول شوي دي چې له دې جملې څخه درې ويشت مرکزونه تر لوړ ګواښ لاندې او د وسله والو مخالفينو ترواکمنۍ  لاندې سيموکې دي چې تراوسه پورې نه دي پرانستل شوي .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب  سيدخيل هم ددغه درې ويشتو مرکزونو ستونزه تاييدوي او وايي چې دغه مرکزونه په هغو ځايوکې جوړ شوي دي چې طالبان پکې واکمن دي .
دده دڅرګندونوله مخې: تر هغه وخته پورې چې په دغو سيموکې چاڼيز عمليات ترسره نه شي او امنيتي پوستې جوړې نه شي؛ ددغو مرکزونو پرانستل ناشونى کار دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته