اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې بدلون نه دى راغلى دى

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ٦مه :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيرې ورځ په نسبت بدلون نه  ليدل کيږي.
تېره ورځ په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٧٠ډالره  وړاندې کيده، نن هم په ١٢٧٠ډالره  وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٥٥٠ افغانيو، کويټي ٢٥٠٠ افغانيو ، سنګاپوري٢٤٥٠ افغانيو ، بحريني په ٢١٥٠افغانيو، عربي ٢١٠٠ افغانيو، ايراني په ١٧٥٠ او يوګرام روسي سره زر په١٦٥٠افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته