کابل/ د کب ٢٦ مه / باختر
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو امريت او د دغه ولايت د خصوصي تحصيلي موسسو د مسوولينو ترمنځ په ځانګړي تخفيف سره د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو.
د باختراژانس د خبرله مخې: په دې کتنه کې د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي ذبيح الله نوراني د خصوصي تحصيلي موسسو له لوري د ځوانانو لپاره د ځانګړي تحصيلي تخفيف له امله مننه وکړه او ويې ويل چې په اوسنيو شرايطو کې اړتيا ده چې د هېواد پرمختګ اوهوساینې ته درسېدو لپاره معاصر او متداول علوم زده کړې.
هغه زیاته کړه، علم او زده کړې ته د ځوانانو هڅول د ټولنې د شېرازۍ او د هېواد د سوکالۍ یوازینۍ لار ده.
\ ذ