خبرونهټولنهروغتیا

په خصوصي روغتيايي مرکزونو کې د بېوزلو او بې سرپرستو ماشومانو د درملنې لپاره هڅې دوام لري

کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر

د هرات ولايت مسوولينو د بېوزلو او بې سرپرستو ماشومانو د روغتيايي ستونزو د څېړنې لپاره د هڅو د پيل خبر ورکړ.

د هرات ولايت د عامې روغتيا او د کار او ټولنيزو چارو رياستونه  د خصوصي روغتيايي مرکزونو په همغږۍ بېوزلو او يتيمو ماشومانو د درملنې لپاره د درملنې زمينه برابروي.

د هرات د عامې روغتيا رياست يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې هغوى د خصوصي روغتيايي مرکزونو له مسوولينو سره په يوه ناسته کې موافقه وکړه، چې هره مياشت  ٢٣٠  بې وزله، بې سرپرسته او ناروغ ماشومان په وړيا ډول تداوي کوي.

ټاکل شوې، دغه بې وزله او بې سرپرسته ماشومان د هرات د کار او ټولنيزو چارو د رياست له لوري د درملنې په موخه روغتيايي مرکزونو ته معرفي شي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته