روغتیا

په خنجان کې روغتون جوړيږي .

کابل باختر دوږي  نولسمه :
  دبغلان ولايت  دخنجان ولسوالۍ  دشل بستريز روغتون دجوړولو کار نن  دبغلان ولايت  دعامې روغتيا رياست له خوا پيل شو .
دبغلان ولايت  دعامې روغتيارياست مرستيال  ډاکتر عبدالحليم غفاري  باختراژانس ته وويل چې  ددغه ولايت  دخنجان ولسوالۍ  د ګزه ګيل  شل بستريز روغتون  چې يواځې  د دوشي او خنجان  دولسواليو ترمنځ ګډ روغتون دى .چې دعامې روغتيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه  دڅه دپاسه شپږ څلويښت مليونو اته سوه زره افغانيو په ټول لګښت په يوکال کې جوړيږي .
   ډاکتر عبدالحکيم وويل  چې ددغه روغتون په جوړيدو  اوبشپړيدو سره  ددغو ولسواليو  دناروغانو  علاج او درملنې دزمينې  په برابريدو سربيره  به  دتاله اوبرفک  او داندراب دولسواليو  ناروغان هم  تداوي شي .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست دمرستيال  دڅرګندونو له مخې  ،  ددغو پروژو دکار په بشپړيدو سربيره  همدا اوس   دده صلاح ، جلګې او دپل حصار په ولسواليو کې هم  ددريو نورو کلينيکونو دجوړولو کار  روان دى .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته