خبرونهټولنه

په خوست او پکتیکا ولایتونو کې ۲۰ زره ښځې روغتیايي مرستو ته اړتیا لري

 کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر

د ملګرو ملتونو سازمان د ټولنې  صندوق  په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان په جنوب کې د خوست او پکتیکا په ولایتونو کې له زلزلې وروسته د ۱۹۲۹ امیدوارو میرمنو په ګډون څه نا څه ۲۰ زره میرمنې چې امید وارۍ په وخت کې دي، طبي مرستو ته اړتیا لري.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغې ادارې وياند زعیم عبدالرحمن وويل: “د دغې ادارې  ګرځنده روغتيايي ټيمونه دغو ولايتونو ته د خدماتو او مشورې ورکولو لپاره استول شوي دي.

ځینې ښځینه روغتیایی کارکونکې هم په دې ټیم کې شاملې دي.

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله څه د پاسه  ۱۰۰۰ تنه وژل شوي او څه نا څه ۱۵۰۰ کسان ټپیان شوي، چې په دغو قربانیانو کې یو شمېر ماشومان هم شامل دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته