خبرونهټولنهTOP

په خوست او پکتیکا کې بېګانۍ زلزله کې ۲۸۰ کسان وژل شوي او له ۶۰۰ زیات ټپيان شوي دي

کابل، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر
په پکتیکا کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي، چې د بېګانۍ زلزلې له امله د دغه ولایت په نکې، زیړوک، برملې او ګیان ولسوالیو کې ۲۵۵ کسان وژل شوي او له ۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې سیمې ته له ګاونډیو ولایتونو او له مرکزه هلیکوپټرې او امبولانسونه رسېدلي چې ټپيان روغتون ته انتقال کړي.
په ورته وخت کې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني وايي چې بېګانۍ زلزلې له امله د دغه ولایت د سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۹۵ نور ټپيان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې زلزلې په دواړو ولایتونو کې ګڼ شمېر کورونه ویجاړ کړي او ځايي چارواکي وايي، چې ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته