ټولنه

په خوست ښار کې دتيرې اونۍ په اوږدو کې ډيرۍ موانع لرې شوې .

ګزارشګر: نورشاه نورانی

خوست- دمرغومی ۲۲ نیته

په خوست ښار کې دپاکوالي ، ښه نظم راوستو د ترافيکي ګڼې ګوڼي دمخنيوي په عرض د تيرې يوې اونۍ راهېسي ديو ټاکل شوې کمېسيون له لارې چڼيز عمليات ترسره شوي چې پدې لړ کې دزرګونو دوکانونو پياده راوونه خلاص شوي  دلسو جادو څخه سيمنيټي موانع لرې شوې همداشان ښار ته دبې لمبر پاليټه موټرو په تګ راتګ بنديز لګيدلی

دخوست ولايت مقام په هدايت او کورنيو چارو وزارت  دامر په اساس  سره   په خوست کې دبيلابيلو ادارو څخه  په ښار کې بې نظميو دمخنيوي په عرض يو کميسيون ټاکل شوی ، چې دغه کميسيون دخوست ولايت  دامنيت امرډګروال محمد يعقوب په مشرۍ په خوست ښار کې دتيرې يوې اونۍ راهېسي عمليات ترسره کړي   ددغو علمياتو په لړ کې د لسو زرو دوکانونو پياده راوونه  له کيښودل شوي توکو پاک او همداراز ددغو دوکانونو څخه او سپنيزپيکونه اويا څپرونه لرې شوي  دهغو لاس پلورونکو ګاډيو خاوندان مشخصو او مناسبو ځايو نو ته ليږدول شوي چې په ښار کې يې زياته ګڼه ګوڼه او بې نظمي رامينځ ته کړې وه .  ددغو ګاډيو شمير تقريبا نهو سوو ته رسيده چې خوست ښار ته  دلويو لارو دداخيلدو ترڅنګ  په مناسبو ځايو نو کې ځای پرځای شوي ترڅو خلک  ترې خپلې اړتياوې په وخت سره پوره کړي .

همداشان ډګروال محمد يعقوب  په ښار کې دترسره شوو عملياتو په اړه وويل : چې دذکر شوو چارو ترڅنګ مو دلسو هغو مهمو جادو څخه سيمينټي موانع لرې کړي چې خوست ښار ته داخليدونکي مهمې لارې وي او  اوس خلک کولی شي په ازاده فضا کې ښارته تګ راتګ وکړي .ده زياته کړه : ښار مو دبې لمبر پاليټه موټرو او موټرسايکلو په داخليدو کلک بنديز لګولی په پام کې ده چې ټول بې لمبر پاليټه موټر ونيول شي .

له بله پلوه خوست ښار وال  امان الله جليلي وويل : چې مونز لا وړاندې شته پرسونل په مټ په ښار کې دپاکوالي او په ښار کې ګڼې ګوڼې دمخنيوي په عرض عمليات ترسره کړي  خو کمېسيون په ملتيامو دتيرې يوې اونۍ په ترڅ کې دپام وړکارونو په ښار کې ترسره کړل چې اوس مهال ښار يوې ورځې نه بلې ورځې ته دښکلا او پراختيا په لور روان دی . امان الله جليلي زياته کړه چې دښار دپراختيايي پلان  دتطبيق په وړاندې د دفاع وزارت يو شمير ځمکې خنډ ګرځيدلي چې څو ورځې دمخه مو دنوموړي وزارت څخه دراغلي پلاوي سره ديادو ځمکو دانتقال په تړاو هر اړخيزې خبرې وکړي چې په نږدې راتلونکي کې به يادې ځمکې ښار والۍ رياست ته انتقال شي او دښاري پراختيايي پلان لپاره به ښه زمينه برابره شي .

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته