خبرونهامنیت

په خوست کې درې تنه د انسان تښتوونې په تور ونیول شول

کابل، د غبرګولي ۲۳ مه، باختر

د خوست د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د دغه ولایت د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په ورزې سیمه کې درې تنه د انسان تښتوونې په تور نیول شوي دي.

دغه کسان هغه وخت ونیول شول چې یو تن یې له ټوډي ډوله موټر سره یوځای له یادې سیمې څخه وتښتاوه.

د خوست د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي وطنمل د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي او دوسیې به یې ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په خوست کې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره د جنايي پېښو ګراف راټیټ شوی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته