ورزش

په خوست کې دکرکټ يو ورزشي ډگر جوړيږي

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

ټاکل شوې ده په خوست ولايت کې  دکرکټ يو معياري لوبغالې  جوړشي.

دغه ټکې دکرکټ بورد درسنيو مسوول  فريد هوتک دباختر داطلاعاتي اژانس له خبريال سره په تيلفوني اړيکه کې څرگند کړ او زياته يې کړه  دغه لوبغالې به  په معياري ډول  دافغانستان دکرکټ بورد له خوا ددرې سوه پنځوسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت  دديارلس جريبه ځمکې په ساحه کې  جوړ شي .

ده زياته کړه دهيواد کرکټ بورد په پام کې لري  چې دکرکټ دورزشکارانو په  تمرينونو اوسياليو کې  داسانتيا دبرابرولو په مقصد په نورو ولايتونو کې هم دغه شان معياري لوبغالې جوړ اودورزشکارانوپه واک کې يي ورکړي .

ديادونې وړده چې دغه ځمکه دخوست دوالي له خواکرکټ بوردته ورکړي شوې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته