کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر
د خوست د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، چې په تېرو دریو ورځو کې په دغه ولایت کې څلور تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د یاد ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي محمد صابر صابري وايي، چې دغه کسان د غلا او انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په خوست کې د جنايي جرمونو کچه راټیټه شوې ده.
ن/ر