کابل، د غبرګولي ۲۴مه، باختر
دغه سیالۍ چې هر کال د خوست ورزشي خبریالانو او شنونکو شورا په نوښت او هڅو د خوست سیمه ییزو رسنیو خبریالانو ترمنځ ترسره کېږي، په سږني فصل کې به نهه لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبې ترسره کړي.
په خوست کې د ورزشي خبریالانو او شنونکو شورا مشر ایوب یاد د رسنیز کرکټ جام په اهمیت او څرنګوالي خبرې وکړې.
نوموړي خوښي ښکاره کړه، چې یو ځل بیا فرصت برابر شوی، چې د رسنیز جام لوبې جوړې شوې دي.
یاد وویل، چې د اسلامي امارت کلیدي او لوړ رتبه غړی انس حقاني، خوست ښاروالي او ایوا ګروپ د دغه جام سره مالي همکاران دي، چې د دوی د مالي ملاتړ پرمټ به د رسنیو ترمنځ د کرکټ سږنی فصل په ښه ډول ترسره شي.
ایوب یاد زیات کړه، د دغو سیالیو موخه د غږیزو او تصویري رسنیو خبریالانو ترمنځ د ښې همغږۍ او یووالي رامنځته کول دي او دوی هیله من دي چې ذکر شوی هدف به په ښه توګه ترلاسه شي.
په همدې حال کې د خوست ورزشي آمر عطاءالله ګډوال د رسنیز کرکټ جام ترسره کیدل یو مهم ګام یاد کړ او د خوست ورزشي آمریت له ادرسه یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت هم له ورزش او لوبغاړو ملاتړ اعلان کړی او ډاډ یې ورکړی چې د ورزش د ودې لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
ن.ر