خبرونهورزش

په خوست کې د( زرغون افغانستان) د کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

کابل، د ثور ۳۰مه، باختر
د پایلوبې په مراسمو کې د رئیس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنیفي وویل، چې افغان کرکټ ورزشکارانو تل هېواد او ولسونو ته ویاړونه او خوښي راوړې ده.
ښاغلي حنیفي زیاته کړه، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو ورزشکارانو لپاره په هره برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د دوی د هڅونې او روزنې په برخه کې به لا ډېره پاملرنه وشي.
مولوي حنفي وویل چې د افغانستان د هر ډګر ورزشکارانو نړۍ ته د سولې، مینې او یووالي پیغام ورکړی او دا یې ثابته کړې، چې افغانان د سولې او مینې خلک دي او له جګړې کرکه کوي.
په همدې حال کې د خوست والي مولوي محمد نبي عمري د افغان کرکټ ملي نولس کلنو او نویو ځوانانو لوبې او اتلولۍ وستایلې.
والي د کرکټ بورډ له مسؤلینو مننه وکړه، چې د زرغون افغانستان یو ورځنیو لوبو لپاره یې خوست انتخاب کړ، تر څو د خوست ولسونه خپل ملي اتلان او د دوی لوبې له نېږدې وګوري.
ښاغلي عمري وویل، چې د افغانستان کرکټ لوبغاړو تل د خپل هیواد نوم لوړ ساتلی او په خپلو زحمتونو یې هېواد ته ویاړونه راوړي او ولس یې خوشاله ساتلی.
مولوي عمري له ځوانانو وغوښتل، چې د قلم او ورزش له لارې نړۍ ته د افغانانو د یووالي، مینې او سولې پیغام ورسوي، همدا شان د هر ډول تبعیض پرته یو بل ته د هیواد جوړونې په برخه کې لاس ورکړي.
نوموړي وویل، چې په خوست کې د ورزشکارانو ټولو غوښتنو او وړاندیزونو ته پر وخت رسیدګي شوې او د اسلامي امارت په راتګ سره دوی ته ځانګړې توجه شوې.
په ورته وخت کې د قطر سیاسي دفتر غړي انس حقاني وویل، چې ورزش د یووالي سمبول او زموږ ځوانان له دې لارې د خپل هېواد نوم په نړیواله کچه روښانه وي.
هغه وویل، چې اوس زموږ هېواد امن دی او ټول ځوانان او قشرونه د امن په فضا کې له یو او بل سره ژوند کوي.
د کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف د خوست له والي او امنیتي مسؤلینو مننه وکړه، چې د زرغون افغانستان لوبو په ښه ترتیباتو او امنیت برخه کې یې ډېره همکاري وکړه.
نوموړي وویل، چې د خوستیو ولسونو له کرکټ سره د ډېرې مینې له امله د کرکټ بورډ ادارې د زرغون خوست سیالۍ په خوست کې پېل کړې، تر څو خوستي ولسونه خپل اتلان او د دوی لوبې له نیږدې وګوري.
ښاغلي اشرف زیاته کړه، چې کرکټ بورډ تل په دې هڅه کې دی چې داخلي کرکټ پیاوړی کړي، تر څو له دې لارې وړ لوبغاړي پیدا کړي او په نړیواله سطحه د افغانستان ښه استازیتوب وکړي.
د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس نصیب خان وویل، چې د داخلي کرکټ د ودې او پرمختیا لپاره کرکټ بورډ اداره منظم پلان لري او نږدې راتلونکي کې به د ملي لوبغاړو په ګډون څلور ورځینۍ سیالۍ هم پیل شي.
د یادو لوبو په لړ کې هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډ لوبډلې پای لوبې ته وتلې وې، چې د باران له امله لوبه ۳۳ اورونو ته راښکته شوه. پامیر لیجنډ لوبډلې په ۳۳ اورونو کې ۲۰۴ منډې هدف هندوکش سټرایکرز ته ورکړ، هندوکش سټرایکرز لوبډلې یاد هدف د لوبې په وروستي اور کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ او د یادو لوبو جام یې په خپل نوم کړ.


وروسته د هېواد د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د خوست والي مولوي محمد نبي عمري، انس حقاني، د ملي تلویزیون عمومي رئیس احمد وثیق، د خوست امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت، د کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف او اجرايوي رئیس نصیب خان غوره لوبغاړو ته ډالۍ او ګټونکي لوبډلې ته د سیالیو د اتلوالۍ جام ورکړ.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته