خبرونهامنیت

په خوست کې د غیر قانوني وسلې ګرځولو په تور دوه تنه ونیول شول

 کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

د خوست د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په ګربز ولسوالۍ کې دوه تنه د غیر قانوني وسلې ګرځولو په تور نیول شوي دي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د اداري فساد او درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر قاري حبیب الرحمن وايي، چې له نیول شویو کسانو څخه یوه پېکا، دوه ام ۱۶ وسلې او یو لاسي بم هم ترلاسه شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي مارت له واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې لسګونه کسان د غیر قانوني وسلو ساتلو په تړاو نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته