کابل، غبرګولي۱۵، باختر
د فوټبال ادارې مسوول وايي چې په دغه ولایت کې پرون د فوټبال سیالۍ پيل شوې دي.
د فوټبال په دې لوبه کې د پکتيا تلاش ټيم د صفر پر وړاندې په يوې سره د خوست د کاروان ټيم ته ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې د دواړو ټيمونو لوبغاړو زياتې هڅې وکړې خو د پکتيا تلاش ټيم وکولاى شول د خپل سيال ټيم ته ماتې ورکړي.
دغه سيالۍ د خوست او پکتيا د٤٠ ټيمونو په ګډون د خوست ښار د ټني وال پارک په لوبغالي کې پيل شوې دي.
د خوست د ورزش ادارې مسوول عطاالله کډوال باختر آژانس ته وويل، چې دغه سيالۍ
د ځوانانو ترمنځ د فوټبال ودې او د غوره څېرو د ټاکنې په پار پیل شوې دي.
\ ج