کابل، غبرګولي۲۳مه، باختر
د خوست ولایت د عامه کتابتون چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د پوهنتونو او ښوونځیو تر پيل کېدو وروسته د مطالعې لړۍ ښه شوې او د کتاب پلورنځیو کارونه هم ورسره مخ په ښه کېدو دي.
د دغه ولایت د عامه کتابتون مسول حضرت محمد ارمان باختر آژانس ته وویل چې په هېواد کې تر تحول ورسته عامه کتابتون ته د ځوانانو ورتګ کم رنګه شوی و؛ خو د پوهنتونو له پيل کېدو سره سم د زده کړیالانو هېلې بیرته را ټوکېدلې او اوس هره ورځ ګڼ شمېر کسان د خوست عامه کتابتون ته د خپلې خوښې کتاب د مطالعې او اخیستلو په موخه ورځي.
بل خوا د خوست عامه کتابتون مسؤل له خلکو په ځانګړي ډول له شتمنو غواړې چې د کتابتون د لا بډاینې لپاره هڅې وکړي او د ځوانانو لپاره دې له دغه کتابتون سره د نړۍ د مهمو کتابونه مرسته وکړي، چې ځوانان ترې د هرې برخې د مطالعې لپاره کتابونه ترلاسه کړي.
په همدې حال کې په خوست ښار کې د یو خصوصي کتابتون مسؤل انور هم وايي چې، د تحولاتو او بدلون پر مهال يې کتاب پلورنځي ته د پېرودونکو ورتګ کم رنګه شوی و؛ خو اوسمهال يې یو ځل بیا کارونه مخ پر ښه کېدو دي او هیله شته چې دغه چاره به نوره هم ښه شي.
افغانمل