خبرونهاقتصادټولنهTOP

په خوست کې د نږدې ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې او د بلې پیل شوې

کابل، د چنګاښ ٧مه، باختر
د خوست ولایت په مرکز(متون) ښار کې نن د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱.۷ کیلومتره سړک او ۳۷۰۰ مترو په اوږدوالي لښتي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د متون ښاروال قاري بسم الله بلال د یادې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل چې سږ کال د یاد ولایت په انکشافي پلان کې ۳۳ بېلابېلې پروژې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ځانګړې شوي, چې د خوست په ښار کې به پلې شي.
هغه زیاته کړې چې په یادو پروژو کې د ښار داخلي سړکونو، لښتیو، د لایټينګ یا رڼا سیسټم او د ښار عمومي دروازې جوړول شامل دي.
هغه همدارنګه زیاته کړې چې د یاد ښار په لومړۍ او درېیمه ناحیه کې د ۲۱ میلیونه، ۶۳۵ زره ۸۵۵ افغانیو په لګښت د ۲۹۰۰ مترو په اوږدوالي د لښتیو جوړولو چارې پیل شوې، چې د شپږو میاشتو په موده کې به پای ته ورسېږي.
د خوست دوه اوسېدونکو رئیس همدرد او کریم محمد مندوزي د نورو په استازیتوب وویل: «پخوا د ښار داخلي سړکونه او لښتي خراب و، چې د اورښتونو پر وخت به د سړکونو پر سر اوبه ولاړې وې چې خلکو او موټرو ورباندې تګ نه شو کولی او ښاریان یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي و، خو د خوست ښاروالۍ څخه خوشاله یو چې له یادو ستونزو څخه یې خلاص کړو او له دوی د ورته چارو د لا دوام غوښتنه کوو.»
د یادونې ده چې د خوست ښاروالۍ له لوري نه یوازې د ښار په داخل کې، بلکې له ښاره د باندې هم بېلابېلې پروژې ترسره شوي یا روانې دي چې له جملې یې د ملګرو ملتونو د پورژوي دفتر(یونپس) سره په ګډه د مرکز اړوند د سړکونو او کوڅو په اساسي بڼه جوړول وو، چې څو اونۍ وړاندې یې چارې پای ته ورسېدې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته