خبرونهورزش

په خوست کې د نیزه بازۍ سیالۍ ترسره شوې

کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر

د المپيک ملي کميټې په خوست کې د نیزه بازۍ سياليو د ترسره کولو خبر ورکړ، دغه سيالۍ پرون د نیزه بازۍ فدراسيون په چوکاټ کې ترسره شوې.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د دغو سياليو د پرانیستلو په مراسمو کې د خوست والي         او د دغه ولايت امنيتي مسوولينو، قومي مشرانو او زيات شمېرخلکو ګډون کړى و.

د دغو سياليو لومړی پړاو د خوست او غزني ولايتونو ترمنځ په دوو لوبو سره  ترسره شوې چې لومړۍ لوبه د خوست ولایت او دويمه لوبه د غزني ولایت  لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.

د دغو سياليو په پاى کې ممتاز ورزشکاران د خوست د والي او د دغه ولايت د نورو مسوولينو له خوا وستايل شول.

د يادونې وړ ده چې  نیزه بازي د افغانستان  له دوديزو ورزشونو څخه شمېرل کېږي چې د هېواد په جنوبي  ولايتونو کې زيات پلويان لري.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته