خبرونهورزش

په خوست کې د کرکټ پيل شوې سیالۍ د لکڼو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د چنګاښ ۲۸ مه، باختر

د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شهید رحمت ولي مسرور تر نامه لاندې، د خوست ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د کرکټ پيل شویو شل اوریزو سیالیو اتلولي، لکڼو منتخبې لوبډلې خپله کړه.

پایلوبه چې د لکڼو او متون منتخبو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لکڼو منتخبې لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته مرکز متون ته، د پنځو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

متون منتخبې لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، چې په ۱۹.۴ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره، د انځرګل نیازي ۵۱ او فریدالله ۳۸ منډو پرمټ ۱۳۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۳۷ منډو هدف کېښود.

لکڼو لوبډلې ته په توپ اچوونه کې عمر محمدي درې او بختورخان دوې- دوې ویکټې ترلاسه کړې.

ځوابي لوبه کې لکڼو منتخبې لوبډلې د سیالۍ وروستي اوور کې ټاکلی هدف ترلاسه او لوبه یې د پنځو ویکټو په توپیر خپله کړه.

دوی ته په توپ وهنه کې احسان لکڼوال ۳۸، حضرت الله ۳۳ او ولي الرحمن ۳۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د متون منتخبې لوبډلې له پاره په توپ اچوونه کې خالد خان او ثاقب خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د پایلوبې غوره لوبغاړی عمر محمدي ونومول شو، غوره توپ اچوونکی نسیم ګربز، د دغو سیالیو غوره لوبغاړی او غوره توپ وهونکی لطیف الدین رنځور ونومول شول.

د یادو سیالیو موخه د کرکټ وده، لرې پرتو سیمو ته د مسلکي کرکټ لېږد او د ځوانو استعدادونو موندنه ښودل شوې ده.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته