امنیت

په خوست کې د یوې کورنۍ پنځه غړي ووژل شول

کابل / د وري ۱۴ / باختر
په خوست کې د یو کور د چټ د نړېدوله امله یوه ښځه او څلورماشومان ووژل شول.
وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.
د دغې کورنۍ غړي تېره شپه په خوب کې وو چې د کور چت ونړېد.
د خوست والي باخترآژانس ته وویل چې په دې پېښه کې یوه ښځه او څلورماشومان ووژل شول.
پرله پسې اورښتونه د دغه کور د ویجاړېدوسبب شوی دی.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته