کابل / د کب ۲۹مه / باختر
په خوست کې د یونیسف په مالي ملاتړ د کوچني کاروبار لپاره له ۲۵۴۳ بې وزلو کسانو سره نغده مرسته کېږي.
د خوست د اقصاد رییس شهزاده پیر د باختراژانس خبریال ته وویل چې د یو میلیون ډالرو په ارزښت پر ۲۵۴۳بی وزلو کسانو نغدې پیسې ویشل کېږي .
هغه وویل چې په مرسته کې پر هر کس ۳۳-۳۳زره افغانۍ وېشل کېږي.
په خبره یې، هڅه کوي چې بې وزلو کورنیو ته نورې مرستې جلب کړي او پر شفافیت یې ټینګار وکړ.
اکرم