خبرونهامنیت

په خوست کې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي

 کابل، د غبرګولي ۲۵ مه، باختر

د اسلامي امارت ځواکونو د خوست په موسی خېلو او تڼیو ولسوالۍ کې دوه ورځني عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې په زیاته اندازه مهمات او وسلې ترلاسه شوې دي.

د خوست د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي وطنمل وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو د دغه ولایت په موسی خېلو او تڼیو ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات ترسره کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې په ترسره شویو عملیاتو کې ۹ کلاشینکوفونه، یوه پیکا، یو راکټ او په زرګونو ګولۍ ترلاسه شوې دي.

هغه له ولسونو غواړي چې د امنیت په تامین کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د اسلامي امارت ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې چاڼیز عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې په سلګونو میله درنې او سپکې وسلې، وسایط او مهمات ترلاسه شوي وو.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته