امنیت

په خوست کې یو ماین ښخوونکی د خپل ماین ښکار شو

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د خوست د صبریو ولسوالۍ په نوري کلي کې پر ماین ښخوونکو خپل ماین چاودنه کړې ده چې یو ماین ښخوونکی پکې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د خوست امنیې قومندانۍ هم د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په چاودنه کې د کرامت شاه په نوم د صبریو د آبادخانې کلي اوسېدونکی وژل شوی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی.
په ورته وخت کې د پکتیا د آریوب ځاځیو ولسوالۍ په شاه محمد کلي کې هم پر دوو ماشومانو د هاوان ګولۍ چاودنه کړې ده او دواړه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته