ټولنه

په خوست کې ۱۸۶ اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل /دسلواغې ۱۸مه/باختر
په خوست کې له ۱۸۶ بې ځایه شویو او بې وزلو کورینو سره نغدي مرسته وشوه.
د خوست د مهاجرینو د راستنېدونکو چارو ریاست او د آی.آر.سي موسسې په همکارۍ د دغه ولایت په مرکز کې ۱۸۶ بېځایه شویو او بېوزلو کورنیوسره د نغدو پیسو او له ۳۸ کورنیو سره د یوې یوې خیمې مرسته شوې ده.
د خوست د مهاجرینو د راستنیدونکو چارو رئيس مولوي احمد د آی.آر. سي موسسې له همیشنیو همکاریو څخه مننه وکړه او له یادې موسسې څخه یې و غوښتل چې خپلې مرستې جاري وساتي.
مولوي احمد وویل: یادې کورنۍ د آی. آر. سي موسسې له خوا پخوا د یوه ګډ هئيت له لوري سروې شوې وې.
د یادې موسسې استازي د ولایت مقام او د مهاجرینو د راستنېدونکو چارو ریاست څخه مننه وکړه, چې تل یې له دوی سره په هره برخه کې همکاري کړې ده.
پاۍ –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته