خبرونهفرهنګ

په خوست کې ۱۸ تاریخي سیمې او ابدې ثبت شوې دي

 کابل، د غبرګولي ۳۰مه، باختر

د خوست د تاریخي آبداتو مدیر سید قابل شاه میاخېل وايي، چې په رسمي ډول ۱۸ تاریخې او لرغونې سیمې او آبدې اطلاعاتو او فرهنک ریاست سره ثبت شوي دي او په دې برخه کې لا هم کار روان دی؛ چې تاریخي او لرغونې سیمې او آبدې ثبت کړي.

هغه زیاتوي، چې د مرکز اړوند شمل حسن کوټ د شاه اسماعیل تاریخي زیارت بیا رغول شوی او د ځینو نورو د بیا رغونې لپاره هم هڅې روانې دي. په خبره یې، د غازي ببرک خان کلا لپاره هم پلان جوړ شوی، چې په اساسي ډول ترمیم شي.

مصباح الله چې د مرکز اړوند د منګسو په سیمه کې د حصار تاریخي غونډۍ سره نږدې استوګن دی، وايي چې تاریخي سیمې او آبدې د پخوانیو زمانو د تاریخ ښکارندويي کوي، باید تاریخي سیمې او آبدې وساتل شي او په بیا رغونه یې باید کار وشي چې نورو نسلونو ته په میراث  پاتې شي.

هغه د حصار تاریخي غونډۍ په اړوند وايي، چې له دغه تاریخي غونډۍ هره ورځ  لسګونه کسان ننداره کوي.

د خوست یو بل اوسېدونکی نصیب الله ریحان وایي، چې تاریخي سیمې او تاریخي اثار د یو هیواد د تاریخ او فرهنګ ښکارندوی کوي، چې ساتل یې د دولت او عامو خلکو ګډ مسوولیت ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت چارواکو ویلي، چې د تاریخي سیمو او آبدو بیا رغونې ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.

د یو بل خبر له مخې؛ د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د برکي راجان اوسېدونکي انجنير محمد اجمل نن د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سیمه ییز موزيم ته یو لرغونی صندوق ورکړ.

دغه صندوق څه د پاسه سل کاله تاریخي لرغونتیا لري. د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رفيع الله صميم د لوګر د دغه فرهنګي شخص له نېکو احساساتو څخه مننه او قدرداني کړې او د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې يې د هغه هڅې ارزښتناکې  او مهمې وبللې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته