کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر
د خوست د اقتصاد رئیس شهزاده پیر وایي چې د موسساتو او د هغوی د مرستو د جلب برخه کې له پلازمېنې کابل څخه د CWSA په نامه راغلې موسسه به ۲۰۰ زلزله ځپلو ته چې کورونه یې وران شوي، نوي کورونه جوړ کړي.
پیر زیاته کړه، چې د دې ترڅنګ به له یوې رسمي سروې وروسته د خوست سپېرې ولسوالۍ او د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو ۲۵۰۰ کورنیو سره نغدي او د خواراکي موادو مرسته هم وکړي.
په ورته وخت کې د سپېرې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي سید رحیم ځدران باختر اژانس ته وويل چې دلته ډېرې داسې کورنۍ شته چې کورونه یې په زلزله کې وران شوي او د جوړولو وس یې نشته خو د نویو کورنو په جوړېدو سره به د زیات شمېر زیانمنو شویو کورنیو د استوګنې ستونزه حل شي.
د سپیرې ولسوالۍ یو بل تن اوسیدونکی دولت شاه وايي، چې په سپېره ولسوالۍ کې په څو کلیو کې خلک ژوند کوي خو وروستۍ زلزلې د زیاترو کورونه ړنګ کړي دي، هیله ده چې وران شوي کورونه ژر تر ژر جوړ شي چې د سرپناه ستونزه یې حل شي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له زلزله ځپلو کورنیو سره بېلابېلو موسسو، دولت او خیریه ټولنو اړینې مرستې کړي. د چارواکو په خبره، د خوست هوايي ډګر له لارې زلزله ځپلو ته وخت پر وخت مرستې انتقال شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې وروستۍ زلزلې له امله د خوست په سپېرې او د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې چې لومړنیو مرستو ته ډېره اړتیا لري.
س. صدیقي