روغتیا

په دايکنډي کي په لسګونه قلمه تېرتاريخ درمل وسوځول شو

کابل/ د سلواغې ٦ / باختر
د دايکنډي د عامې روغتيا رياست د څېړنې ټيم له يوې مياشتې را په دې خوا د ولايت د مرکز له روغتيايي مرکزونه او درملتونو نو څخه د١٧ زره ٣ سوه افغانيو په ارزښت ٣٨ قلمه تېرتاريخ درمل را ټول او وسوځول.
د دايکنډي د عامې روغتيا رياست د روغتيايي قوانينو د څېړنې مدير قربان علي الهام باخترآژانس ته وويل: د دايکنډي ولايت په مرکز کې له يوې مياشتې را په دې خوا څېړنې پيل شوې دي چې پرون دغه بهير د ولايت په مرکز کې عملي شو.
هغه زياته کړه د څيړنې په دغه ټيم کې د استخباراتو او د دايکنډي د امنيتي قوماندانۍ استازو هم ګډون درلود.
هغه دغه راز وويل ٥ درملتونو نه، ٤ کتنځي او ٢ لابراتوارونه د ولايت په مرکز کې د فعاليت د جواز د نه لرلو په خاطر بند شول او د دغو څېړنو بهير د دغه ولايت په ولسواليو کې هم دوام مومي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته