ټولنه

په لغمان کې د څارويو روغتيايي کلينيک او د څارويو د خوړو ميل فابريکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

کابل / د تلې ۱۲ مه / باختر
په لغمان کې د کرنې رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت علينګار ولسوالۍ د “او ناؤ” سيمې کوچيانو ته (افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د مالدارۍ پروګرام) پروژې په مالي لګښت د څارويو يو روغتيايي کلينيک او د څارويو د خوړو ميل فابريکې رغنيزې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
په لغمان کې د هالینډ کمېټې د مالدارۍ پروګرام مسوول ډاکټر حبیب الرحمن وايي چې په یاده فابریکه کې به ۹ ډوله توکي سره یوځای کېږي او له هغې څخه به د څارویو لپاره خواړه جوړېږي، په وینا یې په دغو خوړو سره به د کوچیانو د مېږو او پسونو وزن زیات او د نسل په ژر تولید کې به هم ګټور تمام شي.
په همدې حال کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وايي چې هرډول ستونزو ته به پر وخت رسیدګي کېږي او په راتلونکې کې به د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ سکټور د لاپراختیا لپاره د نورو پرمختیایې پروګرامونو راجلبولو اوتطبیق په برخه کې کوټلي ګامونه پورته شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته