خبرونهټولنه

په دايکنډي کې  د خوست او پکتیکا زلزلې د قربانيانو فاتحه واخيستل شوه

کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر

پرون په دایکنډي کې د وروستۍ پېښې د شیهدانو فاتحه واخیستل شوه.

د دايکنډي يو مدني فعال سخي سعادت باختر آژانس ته وويل، چې د دايکنډي خلکو او ځوانانو د خوست او پکتيکا ولايتونو د زلزلې د شهيدانو روح ته د دعا او د قربانيانو له کورنيو سره د غمشريکې په موخه د نيلي ښار په جامع جومات کې د فاتحې مراسم ترسره کړل.

سخې سعادت له مرستندويو بنسټونو وغوښتل، چې د دغې پېښې له مصيبت ځپلو سره خپلې بشر دوستانه مرستې ډېرې کړي.

په دغو مراسمو کې دينې عالمانو ټينګار وکړ، چې په داسې شرایطو کې باید د یوبل لاسنیوی وکړو.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته