کابل / د غوايي ۱۵ مه / باختر
په دايکنډي کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دايکنډي د ميرامور امنيه قوماندان محمد علي فدايي باختر آژانس ته وويل چې د میرامور د بازار په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي د پېښې علت د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکي بې احتیاطي وبلله.
ع