خبرونهټولنه

په دایکنډي کې د اوبو رسولو يوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

 کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

د دايکنډي د نيلي ښار د مهاجرينو په ښارګوټي کې د څښاک د اوبو يوه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د دایکنډي د والي حاجي امین الله عبید، ملکي او پوځي مسوولینو، د سیمې اوسېدونکو او د سیمه ییزو خبریالانو په ګډون د نيلي ښار د مهاجرينو په ښارګوټې کي جوړه شوې وه، د دايکنډي والي وويل: دغه پروژه د UNHCR دفتر په مالي مرسته او د افنا ساختماني او انجینیرۍ شرکت په همکارۍ څه د پاسه ۲ ميلونه ٧٤٠ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې د دايکنډي د مهاجرينو په ښارګوټي کې د ٧٠٠ کورنيو د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه حل شوې ده.

د دايکنډي د مهاجرينو د بيا ميشت کولو آمر بوستان اميري وويل چې دغه پروژه د ٤٢٠ متر مکعب په ظرفيت سره د اوبو دوه څاګانې او د اوبو دوه زېرمې لري، چې د نيلي د مهاجرينو په ښارګوټي کې يې د څښاک د اوبو کمښت له منځه وړى دى.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته