خبرونهټولنه

په دایکنډي کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو بهیر بیا پیل شو

 کابل / د کب ۱۱ مه / باختر

د دایکنډي د مرکز ځايي مسوولینو په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو د بهیرد پیل خبرورکړ.

د دایکنډي د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو د مرکز مسوول محمد امیرفرهنګ د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلوبهیر له څه مودې را په دې خوا بند شوی و او نن بیا پیل شو.

فرهنګ زیاته کړه چې دغه مرکز هره ورځ له ۱۵۰ څخه تر۲۰۰ مراجعینو باندې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېشلو ظرفیت لري.

فرهنګ وویل چې ډیر ژر به دغه بهیر په انلاین ډول پیل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته